انصار: (د لنیدی۲۵مه) ، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې نن به هم د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې ورښتونه وشي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په هرات، نیمروز، فراه، بادغیس، کندهار، زابل، دایکنډي، غور، فاریاب، سرپل، میدان وردک، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډېرو کروندګرو د ورښتونو د نه کېدو او احتمالي وچکالۍ له درکه اندېښنه ښکاره کړې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29020
قرأ